دهوني ولې د چینای سوپر کینګز لوبډلې د ډوډۍ پر مهال وژړل؟
د هند د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان مهندرا سینګ دهوني د کرېکټ په تاریخ کې یو له هغو کپتانانو څخه دی چې په لوبغالي کې د خپلو اعصابو او احساساتو په کنټرول کې شهرت لري.
د لوبډلې لپاره که وخت هر څومره خراب وي، وخت کم وي او منډې ډېرې وي، یو ډګر ساتي لوبغاړي کیچ واخیست که نه، چا رن آوټ کړ، ډوني تل خپل ځان ارام ساتي.
داسې هیڅ وخت به پيدا نه کړئ چې ډوني په یو چا غوسه شي.
ځینې کرېکټ لوبغاړي هم پر لوبغالي احساساتي کېږي، خو د دهوني له سترګو هېڅکله هم پر ځمکه اوښکې نه تویېږي. په دې وروستیو کې د هند د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي هربجن سنګهـ د آی پي ايل فرنچای چنای سوپر لوبډلې د ډوډۍ پر مهال ډوني په ژړا کړ. .
دا څه پېښه شوې وه ؟
سټار سپورټس د سه شنبې په ورځ په انسټاګرام کې د هربجن سینګ او د سویلي افریقا پخوانی لیګ سپنر عمران طاهر یوه ویډیو د کمنټري بکس څخه شریکه کړه چې په کې دوی د ډوني په اړه حیرانوونکی انکشاف وکړ. هربجن سنګ وویل، "زه غواړم یوه کیسه شریک کړم، په 2018 کې، کله چې د چینای سوپر کینګز لوبډله له دوه کلن بندیز وروسته بیرته راستانه شوه، موږ ټول یوځای شو چې د ټیم ډوډۍ یې جوړه کړه."
دغه پخواني کرېکټ لوبغاړي ویلي، ډېر ځله مې اورېدلي چې نارینه نه ژاړي، خو مهندر سینګ دهوني هلته ژړل، هغه احساساتي و، ښايي خلک پرې نه پوهېدل.
په دې اړه نور خبرو کې عمران طاهر ویلي چې زه هلته وم، دا د ده لپاره ډېره احساساتي شېبه وه او له هغه ځایه پوه شوم چې دا لوبډله د هغه زړه ته څومره نږدې ده. دا زموږ ټولو لپاره ډېره احساساتي خبره وه، خو دا د اوښکې موږ ته د دوی وقف و چې موږ هغه کال وګټله، ځکه چې موږ دوه کاله وروسته بیرته راغلي وو، راغلو او ومو ګټله.
هربجن سنګهـ زیاته کړې، چې کله یې ټرافي وګټله او ټرافي یې واخیسته، مراسم پای ته ورسېدل، له هغه وروسته ټول په دې لټه کې وو، چې ډوني چیرته دی؟ ډوني بیرته هوټل ته تللی و، دهوني په دې اړه وویل، پاجي، زه نه غواړم چې هلته پاتې شم.
د یادولو وړ ده چې د دهوني لوبډلې چینای سوپر کینګز په ۲۰۱۰، ۲۰۱۱، ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱ کلونو کې څلور ځله د ای پي ایل سیالیو اتلولي ګټلې ده.
چنای سوپر کینګز او راجستان رایلز د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو په IPL کې د میچ فکسنګ له امله له لوبېدو منع شول.