هند په اسیا جام کې د پاکستان پر نه لوبیدو ټینګار کوي
د اسیا کپ په اړه د هند د کرکټ بورډ یوه چارواکي ویلي دي چې موږ غواړو اسیا کپ په یوه بې طرفه ځای کې ترسره شي او دا ځای باید متحده عربي امارات نه وي.
هندي رسنیو سره په خبرو کې د هند کرکټ بورډ یوه چارواکي ویلي، موږ غواړو چې ټوله ټورنمنټ دې لېږدول شي. په پاکستان کې د سیاسي کړکېچ له امله د هرچا امنیت اړین دی. هغه وویل چې زموږ په دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی، په متحده عربي اماراتو کې سخته ګرمي ده، موږ د لوبغاړو د ټپي کیدو خطر نه شو اخیستی.
هغه وویل چې موږ د اسیا کپ لپاره نوی وړاندیز نه دی لیدلی. تر هغه وخته مو د اسیا کپ د بایکاټ په اړه خبرې نه دي کړي، لومړی به موږ وضعیت درک کړو بیا به پرېکړه وکړو.
د هند کرېکټ بورډ چارواکي وايي، "سريلانکا د ټورنمنټ لپاره غوره ځای دی، ټول پنځه هېوادونه بايد په يوه پاڼه کې وي، په روانه اونۍ کې به په دې مسله کې نور پرمختګ وشي کله چې موږ د نورو برخه والو سره وګورو."