اسیا کپ: بنګله دېش د پي سي بي له وړاندیز سره مخالفت کړی
د بنګله دیش کرکټ بورډ (بي سي بي) د هایبرډ ماډل لاندې په دوبۍ کې د ۲۰۲۳آسیا جام سیالیو له ترسره کولو سره مخالفت کړی.
د بنګله دیش کرکټ بورډ سرچینو ویلي چې د هایبرډ ماډل په اړه کومه نیوکه نه لري، خو د اماراتو سیمه د منلو وړ نه ده ځکه چې هلته ګرمي ډیره ده، لوبغاړي راضي نه دي.
BCB هم په سریلانکا کې د سیالۍ په ترسره کولو نیوکه نه ده کړې. د بنګله دېش کرکټ بورډ وايي، چې د پاکستان له کرکټ بورډ سره ښې اړیکې لري، پاکستان ته له ورتګ نه انکار نه کوي. که د اسیا جام سیالۍ په همدې ځای کې ترسره شي، دا به ډیر مناسب وي او پاکستان باید په ګډه په دې اړه پریکړه وکړي.
سرچينې وائي چې د (څه واخله) او د (څه راکړه) پر بنسټ به دپاکستان په کوربه توب په بې طرفه مقام کې ددغه غونډې په کوربه توب خبرې اترې کيږي اؤ داي سي سي په مهمه غونډه کې به په ټولو معاملو خبرې وشي.
هند کولی شي د چمپینز ټرافي لپاره پاکستان ته د راتلو لپاره لیکلي ملاتړ ډک کړي، د هند د ملاتړ د ډکولو په صورت کې پاکستان کولی شي د نړیوال جام لوبو لپاره هند ته ولاړ شي.