د کوهلي او ګمبیر شخړه: ګواسکر په دواړو د بندیز غوښتنه وکړه
د هند پخواني کرکټر او مبصر سنیل ګواسکر د هند په پریمیر لیګ (IPL) کې د لکنو سوپر جاینټس ګوتم ګمبیر او د رویل چلینجر بنګلور ویرات کوهلي باندې د څو لوبو بندیز غوښتنه کړې.
د هند پخواني کرکټر او مبصر سنیل ګواسکر د هند په پریمیر لیګ (IPL) کې د لکنو سوپر جاینټس ګوتم ګمبیر او د رویل چلینجر بنګلور ویرات کوهلي باندې د څو لوبو بندیز غوښتنه کړې. له سټار سپورټس سره په خبرو کې سنیل ګواسکر په دې اړه وویل چې دا حالت مې په لوبغالي کې په ژوندۍ بڼه نه دی لیدلی، په ټولنیزو رسنیو کې مې په ویډیوګانو کې لیدلی، نو په اصلي مسله نه پوهیږم. سنیل ګواسکر وویل چې د دې لوبې په جریان کې د دواړو تجربه کونکو چلند د شرم وړ و ، زه نه پوهیږم چې دا د چا ګناه وه مګر دوی باید د میچ فیس 100٪ څخه ډیر جریمه شوي وای.
نوموړي د هند له کرکټ بورډ څخه غوښتنه وکړه، چې پر دوی دې دواړه بندیزونه ولګول شي، د یو شمېر سیالیو لپاره دې وځنډول شي، څو په راتلونکي کې دا ډول پېښې بیا تکرار نه شي، کله چې د دواړو لوبډلو پر لوبغاړو بندیز ولګول شي، دوی به زیانمن شي او پته به ورته ولګیږي.
خبره څه وه؟ د لکنو توپ وهونکي نوین حق او د بنګلور فیلډر رویرات کوهلي ترمنځ لفظي جګړه پیل شوه، خو امپائر او ملګري توپ وهونکي مداخله وکړه. دا لفظي جګړه دلته پای ته نه وه رسېدلې، خو کله چې رایل چلېنجرز بنګلور لکنو ته ماتې ورکړه، د لوبې په پای کې نوین حق او ویرات کوهلي یو ځل بیا د دواړو لوبډلو له لوبغاړو سره برګ شول. خبره همدلته پای ته نه وه رسېدلې، له نوین الحق وروسته د لکنو سوپر جاینټس روزونکی او د هند پخوانی کرکټر ګوتم ګمبیر هم له ویرات کوهلي سره په شخړه واوښت. له لوبې وروسته د لکنو سوپر جاینټس توپ وهونکي کایل مایرز له کوهلي سره خبرې کولې چې ګمبیر ناڅاپه هغه شاته وغورځاوه او له کوهلي سره یې د خبرو کولو مخه ونیوله.
د کرېکټ د مینه والو په وینا ویرات کولي مشر لوبغاړی دی خو اخلاق یې بیخي صفر دي او د نوین الحق په حوصله او وروسته يې دده په مېړانه د ستاینې کمی هم نه دی کړی.