ثور 04, 1402 11:09 Asia/Kabul
  • د بلخ او چارکنت په ولسوالیو کې د والیبال سیالۍ وشوې

دغه سیالۍ د اختر په مناسبت د بلخ او سمنګان ١٠٨ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.

د بلخ ولایت د چارکنت ولسوالۍ په قره غاچ کلي کې د اختر په مناسبت د بلخ او سمنګان ١٠٨ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې برهان الدین پهلوان دوه برياوې وګټلې، چې ٤٠ زره افغانۍ جايزه ورکړل شوه.

همدا راز د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ په قوناق اسيا کلي کې هم د اختر په مناسبت د فوټبال سيالۍ ترسره شوې، د دغو سياليو په ترڅ کې ياران دوست لوبډلې اسيا لوبډلې ته ٥-٣ ماتې ورکړه.

د دې ترڅنګ د بلخ ولسوالۍ په اسيا قوناق کلي کې د واليبال سيالۍ هم ترسره شوې، په دغو سيالۍ کې د اسيا قوناق او چهار کنبذ لوبډلو تر منځ لوبه وشوه، چې د چهار کنبد لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ولسوالیو په ليرې پرتو سیمو کې د ورزش دودول دي.

تگ