ثور 04, 1402 11:08 Asia/Kabul
  • په پروان کې د اختریز جام سیالۍ او د جمناسټيک نندارې ترسره شوې

د ځوانانو د هڅونې په موخه د پروان په ورزشي سټډيوم کې دغه سیالۍ د پارکور جمناسټيک ١٠ تنو ورزشکارانو له خواوړاندې شوې.

د پروان ولايت د ورزش امريت د اختر په مناسبت او ځوانانو د هڅونې په موخه د پروان په ورزشي سټډيوم کې د پارکور جمناسټيک ١٠ تنو ورزشکارانو نمايشونه وړاندې کړل.

د دې ترڅنګ د اختريز جام په نوم د فوتسال سيالۍ هم ترسره شوې، چې د مرکز ٨ لوبډلې ترمنځ په نمبر يک ورزشي جمنازيوم د روژې په ٢٥مه پيل شوې وې د دوستي لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د دوستي او جوانان نعمان لوبډلو ترمنځ وشوه، چې ١٤-٦ پایلې په توپیر د دوستي لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېده.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د اختر لمانځل او له ناوړه کارونو څخه د ځوانانو راګرځول او ورزش ته هڅول دي.

تگ