ثور 04, 1402 11:05 Asia/Kabul
  • د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د اختر په مناسبت د ښېوې ولسوالۍ په بر کاشکوټ سيمه کې د ٢٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال ټورنمنټ پيل شو.

 د اختر په مناسبت د ښېوې ولسوالۍ په بر کاشکوټ سيمه کې د ٢٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال ټورنمنټ پيل شو.

د دغو سياليو په پيل کې دوې لوبې وشوې په لومړۍ لوبه کې برکاشکوټ او خوشباغ لوبډلې لوبېدلې، چې برکاشکوټ لوبډلې په ټاکل شويو لسو اورونو کې (۱۱۳) منډې هدف وټاکه.

په مقابل کې یې خوشباغ لوبډلې په ټاکلو (لس ) اورونو کې (یوسل لس) منډې وکړې او په درې منډو یې لوبه وبایلله، په دغو سيالۍ کې امیر د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دویمه لوبه د کوز کاشکوټ او بر کاشکوټ A تر منځ ترسره شوه، چې کوز کاشکوټ لوبډلې بر کاشکوټ A لوبډلې ته د (شپږ اتیا) منډو هدف کېښود، یاد هدف بر کوشکاټ A لوبډلې په ۷،۳ اورنو کې پوره کړ او لوبه يې وګټله.

نوموړی ټورنمنټ به شپږ ورځې دوام وکړي.

تگ