ثور 04, 1402 11:03 Asia/Kabul
  • په کندز کې د کورش او رسۍ کشولو سيالۍ پيل شوې دي

د ګلتپې ولسوالۍ په سه شنبه بازار سیمه کې د مرکز او ولسوالیو د پنځوس جوړو غوره پهلوانانو تر منځ د کورش سیالۍ پیل شوې، چې دوه ورځې به دوام وکړي. د دې ترڅنګ د رسۍ کشولو د ٤ لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ هم وشوې، چې فاینل ته یی دګلتپی ځوانانو او د کندز مرکز ځوانانو لار ومونده. د یادو سياليو موخه د هېواد ملي او عنعنوي ورزشونو ته وده ورکول دي.

تگ