ثور 04, 1402 10:51 Asia/Kabul
  • په سیدآباد او جغتو ولسواليو کې د واليبال اختريز جام سيالۍ پيل شوې

د ځوانانو د هڅونې په موخه او ارامه فضا کې په وردګو ولایت کې د ۵۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريز جام سيالۍ پيل شوې.

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت او سید آباد ولسوالۍ د سپورټي کمېټې په همکارۍ د ۵۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريز جام سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل لوبه د شاهد بدلون او نثار پټان د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ٢-١ شاهد بدلون لوبډلې وګټله او بريا يې خپله کړه.

همداراز د ميدان وردګو ولايت په جغتو ولسوالۍ کې هم د اختر په مناسبت د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د دغه ټورنمنټ د پيل لوبه کمال بابا خېل او ظريف وردګ لوبډلو ترمنځ وسوه چي ٢-٠ د شريف وردګ لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.

د نوموړو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ همغږي، يووالی او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.

تگ