کندهار؛ د فوټسال رمضان جام سيالۍ د ستاره ګان لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې
د کندهار ولایت د بدنې روزنې او سپورټ ریاست له لوري د فوټسال رمضان جام سيالۍ چې د ۱۲۰ لوبډلو ترمنځ په ناک اوټ بڼه سره پیل شوي وې، د ستاره ګان لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.
د کندهار ولایت د بدنې روزنې او سپورټ ریاست له لوري د فوټسال رمضان جام سيالۍ چې د ۱۲۰ لوبډلو ترمنځ په ناک اوټ بڼه سره پیل شوي وې، د ستاره ګان لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.
د یادو سياليو پایلوبې ته سبحان او ستاره ګان لوبډلو وتلې وې چې په پایله کې ستاره ګان لوبډلې خپلې سیالي لوبډلي ته د ۱-۰ په توپیر ماتې ورکولو سره د سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه.
د سیالیو د پای په مراسمو کې د کندهار د ورزش او نورو ځایي مسؤولینو ترڅنګ ګڼ شمېر نندارچیانو برخه اخیستې وه او ورزشکاران یې وهڅول.
د کندهار د بدني روزنې او سپورت ریاست رئیس محمود آغا بشر د نورو ورته سیالیو هوډ څرګند کړ او له ورزشکارانو سره یې په بې پرې توګه د غوره استعدادونو د غوړولو او رابرسېره کولو ژمنه وکړه.
د مراسمو پای کې لومړي او دوهم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه، نغدي ډالۍ او لوبغاړو ته مډالونه او نور بېلابېل انعامونه ورکړل شول.
د یادونې وړ ده چې یاد سیالۍ د روژې له لومړیو د کندهار د بدني روزني او سپورټ ریاست اړوند په کندهار ورزشي جمنازیوم کې پیل شوې وې.