حمل 30, 1402 15:22 Asia/Kabul
  •   د زرغون جام دویم پړاو سیالۍ پیلیږي

د افغانستان کرېکټ بورډ اداره وايي چې، د زرغون جام دوه یم پړاو سیالۍ د روانې اپریل میاشتې په ۲۹مه نېټه پیلوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې ویلي چې، د زرغون جام دویم پړاو سیالۍ د روانې اپریل میاشتې په ۲۹مه نېټه پیلوي.

کرېکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې، دا سیالۍ به د مې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې په خوست ولایت کې ترسره شي.

یادې ادارې د دې سیالیو په تړاو ویلي وو، دا چې سږ کال اسیا او نړیوال جامونه یو ورځنۍ بڼه لري، نو ځکه غواړي زرغون جام سیالۍ د ټولو ملي لوبغاړو په ګډون ترسره کړي.

دغه سیالۍ چې په لومړي ځل تېر کال ترسره شوې، په ۳ لوبډلو کې د افغانستان اکثریت ملي لوبغاړي ولوبول شول او پایلوبه یې د نجیب الله ځدراڼ په لوبډلمشرۍ هندوکش سټرایکرز لوبډلې ګټلې وه.

تگ