په آی پي ایل کرېکټ سیالیو کې نوراحمد ته په لومړي ځل د لوبېدو موقع ورکړل شوه
په آي پي ایل یا د هندوستان د کرېکټ په غوره لیګ په۲۳مه سیالۍ کې راجستان خپلې سيالې ګجرات لوبډلې ته د ۳ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د هندوستان غوره لیګ يا آي پي ایل په۲۳مه سیالۍ کې راجستان خپلې سيالې ګجرات لوبډلې ته د ۳ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
دغه سیالي چې د یکشنبې ماښام ناوخته ترسره شوه، ګجرات د ۷ وېکټو په تاوان د ۱۷۸ منډو هدف ټاکلی و.
د ګجرات په توپوهونکو کې ډېوېډ میلر او شبمن ګیل په ترتیب سره ۴۶ او ۴۵ منډې وکړې.
راجستان لوبډلې ته په توپ اچونه کې سندیپ شرما ۲ لوبغاړي وسوځول.
که څه هم په دې سیالۍ کې تر وروستۍ شېبې د لوبې اړخ نه معلومېده، خو د شیمرن هېټمایر او سانجوسامسون نیمه سلیزو راجستان ته یوه بله بریا ورکړه او د نومرو په جدول کې یې لومړی مقام خپل کړ.
په دې سیالۍ کې افغان لوبغاړي نوراحمد ته په لومړي ځل د لوبېدو موقع ورکړل شوه.
هغه په خپل لومړي اور کې د سامسون وېکټ وسوځوله او بیا یې په ۲.۲ اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې.
دغه راز راشدخان هم په دې سیالۍ کې دوه وېکټې وسوځولې.
هغه په ۴ اورونو کې ۴۶ منډې ورکړې.
خان اوسمهال د زیاتو وېکټ اخيستونکو په ډله کې له مارک ووډ او چهیل سره برابر دی چې ټولو ۱۱-۱۱ وېکټې اخيستې دي.
ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ رویال چلینجرز بنګلور له چینای سوپرکینګز سره سیالي وکړي.