ننګرهار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال رمضان جام سيالۍ پيل شوې
حمل 19, 1402 11:23 Asia/Kabul
د ننګرهار ولايت د ورزش رياست له لوري د مبارزو ځوانانو خوځښت ټولنې، ځلاند ننګرهار طبي علومو انسټیټوت په مالي لګښت او د RS ټيسټينګ او ټریننګ سنټر په همکارۍ د جلال اباد ښار اتمې ناحيې اړوند د ١٦لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل لوبه د خوځښت او زلمي کرکټ لوبډلو ترمنځ وشوه چې د باران له کبله مساوي پاى ته ورسېده.
د يادو سیالیو موخه له نشه يي توکو څخه د ځوانانو راګرځول او ورزش ته هڅول دي.