حمل 16, 1402 11:33 Asia/Kabul
  • ننګرهار؛ د فوټسال رمضان جام سیالیو په دوام دوه سيالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ ریاست له لوري د فوټسال رمضان جام سياليو په دوام دوه‌ سيالۍ ترسره شوې.

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ ریاست له لوري د فوټسال رمضان جام سياليو په دوام دوه‌ سيالۍ ترسره شوې.

لومړۍ سیالۍ د سرخ پوشان او بدلون لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې سرخ پوشان لوبډلې د يوه ګول په توپير سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

دويمه سیالي د جوانان سبا او اربابها لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې جونان لوبډلې د درېيو ګولونو په تر لاسه کولو سره بريا خپله کړه او سيالې لوبډلې ته يې ماتې ورکړه.

تگ