د سرپل ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت د ۱۴۰۱هــ ش کال ورزشي فعالیتونه
د سرپل ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت په تېر ۱۴۰۱کال کې په دې ولایت کې د ورزش د ودې او پرمختګ په برخه کې د پام وړ هڅې کړې دي او په دې برخه کې یې ښې لاسته راوړنې درلودلې دي.
د سرپل ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت په تېر ۱۴۰۱کال کې په دې ولایت کې د ورزش د ودې او پرمختګ په برخه کې د پام وړ هڅې کړې دي او په دې برخه کې یې ښې لاسته راوړنې درلودلې دي.
دغه ولایت د یو باب ورزشي جمنازیم او یوه ورزشي سټډیوم په درلودلو سره د ټولو ورزشي رشتو منتخبو لوبډلو ته په بېلابېلو وختونو کې د ورزش او لوبو کولو زمینه برابره کړې.
په سرپل ولایت کې (۲۱)ورزشي رشتې (۴۰)ورزشي کلبونه په رسمي ډول فعالیت لري، په دې ولایت کې د بېلابېلو ورزشي رشتو د ورزشکارانو تعداد(۲۸۱۰)تنو ته رسیږي، همدا راز په دې ولایت کې (۱۱۴) بېلابېلې ورزشي لوبډلې فعالیت لري، چې له دې ډلې یې (۱۴) تنه ورزشکاران د مختلفو ورزشي رشتو د ملي لوبډلو غړیتوب هم لري.
د دې ولایت ورزشکاران په تېرکال کې په دې توانېدلي، چې د ملي لوبډلو د غواروي او په منتخبو لوبډلو کې د سرو زرو۱۳مډالونه، د سپينو زرو۲۱ مډالونه او د برونزو ۳۸ مډالونه ترلاسه کړي دي.
دا مهال په سرپل ولایت کې (۱۷۵) روزونکي او (۱۳۷) داوران د ورزشکارانو په رزونه بوخت دي.
دغه ولایت هم یو د هغو ولایتونو له ډلې دی، چې د ورزش زیات مینوال لري او هر کال د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ورزشي پروګرامونه او د فدراسیونو له لوري د بېلابېلو ورزشي رشتو سیالۍ ترسره کړې دي.
هغه ورزشي پروګرامونه او سیالۍ چې په ۱۴۰۱ کال کې د سرپل ولایت په مرکز و ولسوالیو کې ترسره شوي دي:
۱- په دوره یي بڼه د (۱۰)لوبډلو په ګډون د فوټبال غوره لیګ سیالیو ترسره کول، چې درې میاشتې يې دوام وکړ او د امامزاده یحي بن زید لوبډلې په ګټه پای ته ورسېد چې پکې ټولې (۴۵)سیالۍ وشوې.
۲ـ د سرپل ولایت په استازیتوب په مزار شریف ښار کې د شمال زون فوټبال اتلولیو سیالیو کې د امامزاده یحي بن زید فوټبال لوبډلې ګډون کول.
۳ـ په ګروپي شکل د سرپل ولایت (۱۰) لوبډلو په ګډون د فوتسال غوره لیګ سیالیو ترسره کول، چې د شهباز لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې چې ټولي (۲۴) لوبې پکې وشوې.
۴ـ د ۱۴۰۱/۷/۳ ڼېتې څخه تر ۱۴۰۱/۷/۱۳ ڼېټې پورې په ملکي خانقاه کرکټ لوبغالي کې د کرکټ انټرکلب سیالیو ترسره کول.
۵ـ د ۱۴۰۱ کال د تلي میاشتي له ۱۸-۱۹ڼېټې پورې د سرپل په ورزشي سټډیوم کې د نوي ځوانان، ځوانانو او لویانو سني کټګوریو کې د مرکز او ولسوالیو ورزشکارانو ترمنځ د شطرنج سیالیو ترسره کول.
۶ـ د ۱۴۰۱ کال د تلي میاشتي له ۲۶څخه تر ۲۸نېټې پورې د (افغانستان مقتدر و مترقي) په نوم د هنډبال ولایتي، اتلولیو او ټاکنیزو سیالیو ترسره کول.
۷ـ د ۱۴۰۱/۱۰/ ۲ ورزشي جمنازیوم کې د جوزجان او سرپل ولایتونو د بدن ښکلا ټاکنیزو سیالیو ترسره کول.
۸ـ په سرپل ولایت کې د جودو فدراسیون په مرسته د جودو نړیوالي ورځې نمانځل.
۹ـ د سرپل چهارباغ سیمې د فوټبال ټورنمنټ سیالیو ترسره کېدو کې همکاري کول.
۱۰ـ د ۱۴۰۱/ ۱۲/۳ د (۱۶) لوبډلو په ګډون د فوټبال لومړی پړاو لیګ سیالیو ترسره کول چې لاهم دوام لري.
۱۱ـ د سرپل پوهنتون ته څېرمه لوبغالي کې د وزلوبې فدراسیون د وزلوبي اوونیزو سیالیو ترسره کول.
۱۲ـ د سرپل ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې د بلخ، جوزجان، فاریاب، سمنګان او سرپل ولایتونو لوبډلو په ګډون د WTF تکواندو پنځه اړخیزو سیالیو ترسره کول چې د سرپل لوبډلې په دویم مقام ګټلو سره پای ته ورسېدې.
۱۳ـ له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو او د ااا د بریا لوکړۍ کالیزي په ویاړ د کرکټ ټورنمنټ ترسره کول.
۱۴ـ د ۱۴۰۱کال په وروستیو ۶میاشتو کې د سرپل، بلخ او جوزجان فوټبال لوبډلو ترمنځ د تګ راتګ په بڼه د فوټبال دوستانه سیالیو ترسره کول.
۱۵ـ د ۱۴۰۱ کال د کب میاشتي له ۲۵څخه ۲۶ نېټې پورې د سرپل مرکز او ولسوالیو د (۱۰۰) تنو ورزشکارانو په ګډون په ورزشي جمنازیوم کې د سرپل د پهلواني او رستمي غېږنینونې منتخبې لوبډلې د ټاکلو سیالیو ترسره کول.
۱۶ـ د ۱۴۰۱/ ۱۲/۲۹ نېټه د ۱۴۰۱کال وروستۍ اوونۍ وزلوبې سیالیو ترسره کول او د یاد فدراسیون ولایتي مسوولینو او د سرپل غوره چاپندازانو ته د ورزش امریت له لوري د تقدیرنامو ورکول.
پراختیايي فعالیتونه:
۱ـ د ۱۴۴۴/۵/ ۱۹ نېټه د رئیس الوزرا مقام څخه په سانچارک ولسوالۍ کې د ورزشي سټډیوم د رغونې لپاره د ۱۵جریبه ځمکي تخصیص او منظورېدل.
۲ـ په سانچارک، سوزمه قلعه او کوهستانان ولسوالیو کې د کورش، پهلواني، جودو او رزمي ورزشونو ورزشي رشتو کې د ۵ورزشي کلبونو جوړول.
۳ـ په سیداباد، سانچارک، سوزمه قلعه او د سرپل ښار شاوخو کلیو کې د فوټبال او والیبال ورزشي لوبغالو جوړول.
۴ـ د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د لارښوونې پر اساس د سرپل ولایت ورزشي جمنازیوم د سجل او تسلیمي غوښتنه کول او د سرپل ولایت مقام او اړوند ادارو د پلاوي په شتون کې د دغې جمنازیوم تسلیمول.
۵ـ د ۱۴۰۱/۷/۲ نېټه د سرپل مرکز لومړۍ ناحیي ته څېرمه د تورکستان بدن ښکلا کلب پرانیستل.
د سرپل ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت ودانۍ او ورزشي ځایونه:
د سرپل ولایت ورزشي امریت که څه هم تراوسه ادارې تعمير نه لري؛ خو خپلې اداري چارې د ورزشي سټډیوم په تعمیر کې چې له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت له لوري رغول شوی دی پرمخ وړي. همداراز دغه امریت یو باب ورزشي جمنازیوم لري، چې د چارو ادارې له لوري رغول شوی او دا مهال د ورزشي فعالیتونو لپاره ورزشکاران ترې استفاده کوي،ياد ولایت یو ورزشي سټډیوم هم لري چې ډېر کله د ټاکنیزو، غوره لیګونو ملي او عنعنوي سیالیو لپاره ترې استفاده کیږي.
د سرپل ولایت د ورزش امریت د معلوماتو له مخې د دغه ولایت د ورزش امریت د اداري تعمير لپاره یې (۲۶۳۸.۸) متره مربع ځمکه، چې پخوا یې پیسې د مرکز له لوري د سرپل ښاروالۍ ته انتقال شوي او ځمکه یې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د پلان او پاليسۍ ریاست او ښاروالۍ استازي له لوري تثبیت او د رغاونې لپاره د دوی د ادارې په واک کې ورکړل شوې؛ خو لا یې هم د ملکيت اسنادونه د سرپل ښاروالي له لوري دوی ته نه دي ورکول شوي او تر تعقیب لاندې دي.