د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت د ۱۴۰۱هـ.ل کال ورزشي فعاليتونه
د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت د سپورټ د ودې او ترقي په برخه کې د خپلو هڅو او کوښښونو په مټ توانېدلی دی،چې د ورزش په برخه کې ښه فعاليت او پرمختګ ولري او په دې برخه کې يو له لاسته راوړونکو ولايتونو څخه ګڼل کيږي.
د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت د سپورټ د ودې او ترقي په برخه کې د خپلو هڅو او کوښښونو په مټ توانېدلی دی،چې د ورزش په برخه کې ښه فعاليت او ترقي ولري او په دې برخه کې يو له لاسته راوړونکو ولايتونو څخه ګڼل کيږي.
دا ولايت د دوو ورزشي جمنازيمونو ، چې يو يې د جوړېدو په حال کې دی او بل مخکې ګټې اخيستنې ته سپارل شوی دی، او د يوه ورزشي سټېډيوم په درلودلو سره، چې د ټولو منتخبو رشتو لوبډلې په بېلابېلو وختونو کې ترې استفاده کوي، خپل ورزشي فعاليتونه پر مخ وړي.
په غزني ولايت کې ۳۲ ورزشي څانګې او ۶۹۱ کلبونه په رسمي ډول فعاليت کوي، چې د دې ولايت د مختلفو رشتو د ورزشکارانو شمېر ۱۳۸۳۲ تنو ته رسيږي. د دې ولايت ورزشکاران په تېر کال کې توانېدلي دي،چې په ملي او انتخابي سياليو کې ۱۲ د طلا مډالونه، ۱۴ د نقرې او ۳۲ د برنزو هغه وګټي.
له سياسي تحول وروسته د هيواد المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رهبري هئيت څو ځلې غزني ولايت ته سفر کړی او د دې ولايت د مرکز او ولسواليو لکه جاغوري، قره باغ له ورزشي امکاناتو يې ليدنه کړې ده.
ياد ولايت له هغو ولايتونو څخه دی، چې ډېر ورزشکاران او د ورزش مينوال لري. هر کال په مرکز او ولسواليو کې د بدني روزنې او سپورټ امريت او فدراسيونونو له خوا د مختفلو رشتو سيالۍ د بېلابېلو مناسبتونو او تشويقي برنامو له مخې پر لار اچول کيږي، چې د هغه له جملې څخه د جاغوري، اندړ، مالستان، قره باغ، ناهور، جغتو، ده يک ، مقر ولسواليو نومونه يادولی شو.
• د غزني ولايت په مرکز او ولسواليو کې ملي انتخابي او هغه غټې سيالۍ، چې په ۱۴۰۱ هـ.ل کال کې جوړې شوې دي:
۱ـ د کانګفو ملي انتخابي سيالۍ ،چې د عقرب پر ۶ نېټې د ۳۱ ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ د دې څانګې د ملي لوبډلې د انتخابولو لپاره ترسره شوې.
۲ـ د قوت الرمي ملي انتخابي سيالۍ، چې د ۱۴۰۱هـ.ل کال د عقرب پر ۱۳ د ۱۴ ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ د ملي لوبډلې د انتخابولو په پار جوړې شوې وې.
۳ـ د تکواندو سيالۍ، چې د ۲۰ ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ د سنبلې پر ۲۴ د غزني ولايت په ورزشي جمنازيوم کې ترسره شوې.
۴ـ په جاغوري ولسوالۍ کې د نېزه بازۍ، غشې ويشتنې، نښه ويشتې، فوټسال، واليبال او سنګيرک څانګو د ورزشکارانو ترمنځ ورزشي جشن، چې د ۱۴۰۱هـ.ل کال د حوت پر ۵ جوړ شوی و.
۵ـ د ا.ا.ا د بريا په مناسبت د دې ولايت په مرکز کې ورزشي جشن ترسره شو.
۶ـ د فولرزم سيالۍ چې د ۶ ولايتونو ترمنځ د ۱۴۰۱ کال د سرطان پر ۴ مه ترسره شوې.
۷ـ د قوت الرمي سيالۍ د يادې رشتې د فدراسيون له خوا، چې د ۴ ولايتونو ورزشکارانو پکې ګډون کړی و او د جوزا پر ۲۸ ترسره شوې.
• د فدراسيونونو ورځني ورزشي فعاليتونه، چې د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په هماهنګي په ۱۴۰۱ کال کې د غزني ولايت په مرکز کې ترسره شوي دي:
۱ـ په مرکز کې د ۳۲ رشتو منتخبې سيالۍ ترسره شوي دي.
۲ـ د اختر د اوونۍ په مناسبت ۲۸ ورزشي سيالۍ او برنامې جوړې شوي دي.
۳ـ د غزني په مرکز کې د ۱۲ فدراسيونونو د رمضان جام ۱۲ سيالۍ ترسره شوي.
۴ـ د کانګفو او قوت الرمي فدراسيونونو له خوا دوه ښوونيز سيمنارونه جوړ شوي دي.
• په تېر کال کې د غزني ولايت په ولسواليو کې ۱۷۹ ورزشي برنامې ترسره شوې دي، چې په دې ډول دي:
۱ـ په جاغوري ولسوالۍ کې ۴۲ ورزشي برنامې
۲ـ په مالستان ولسوالۍ کې ۱۷ ورزشي برنامې
۳ـ په خواجه عمري ولسوالۍ کې ۲۳ ورزشي برنامې
۴ـ په قره باغ ولسوالۍ کې ۱۹ ورزشي برنامې
۵ـ په انډر ولسوالۍ کې ۲۴ ورزشي برنامې
۶ـ په واغظ ولسوالۍ کې ۸ ورزشي برنامې
۷ـ په ناهور ولسوالۍ کې ۹ ورزشي برنامې
۸ـ په مقر ولسوالۍ کې ۸ ورزشي برنامې
۹ـ په ده يک ولسوالۍ کې ۱۳ ورزشي برنامې
۱۰ـ په جغتو ولسوالۍ کې ۱۶ ورزشي برنامې پر لار اچول شوې دي.
• د غزني ولایت د بدني روزنې او سپورټ امريت ورزشي ودانۍ او لوبغالي
د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت د يوې درې پوړيزې اداري ودانۍ، ۲ بابه ورزشي جمنازيمونه- چې يو باب يې د مواد مخدره وزارت له خوا جوړ او د استفادې وړ دی او بل هغه يې د هيواد د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست له خوا د جوړېدو په حال کې دی، چې اتيا سلنه کار يې ترسره شوی دی- درلودونکی دی او همدارنګه دا ولايت يو ورزشي سټېډيوم هم لري.