افغانستان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته په لومړنۍ سيالي کې په ۶ ويکټو ماتې وکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې خپلې سيالې پاکستانۍ لوبډلې ته د اماراتو هيواد په شارجه نړيوال لوبغالي کې په لومړنۍ شل اوریزې لوبې کې په ۶ ويکټو ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې خپلې سيالې پاکستانۍ لوبډلې ته د اماراتو هيواد په شارجه نړيوال لوبغالي کې په لومړنۍ شل اوریزې لوبې کې په ۶ ويکټو ماتې ورکړه.
د يادې سيالي پچه پاکستان لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې له شلو اورونو لوبولو وروسته وتوانېدله د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې افغان لوبډلې ته ۹۳ منډې هدف کېږدي.
د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي، مجيب الرحمن او محمد نبي عيسی خېل دوه ـ دوه ويکټې واخیستلې او عظمت الله عمرزي، راشد خان، نوين الحق یوه ـ یوه ويکټ ترلاسه کړه.
بل پلو افغان لوبډلې د محمد نبي عيسې خېل په ۳۸ ناسوځېدلو منډو وکولی شول، چې په ۱۸ اورونو کې ياد هدف ته ځان ورسوي او دغه ستره بريا ترلاسه کړي.
د دې لوبې غوره لوبغاړی محمد نبي ونومول شو، چې دوه ویکټې یې واخیستې او ۳۸ ناسوځېدلې منډې یې وکړې.
بايد يادونه وشي، چې دغه سريز د افغانستان په کوربتوب، د اماراتو هيواد په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي، چې په پيل کې افغان لوبډلې د نوموړي سريز لومړنۍ لوبه وګټله او پاتې دوه سيالۍ به د مارچ مياشتې په ۲۶ مه او ۲۷مه نېټه ترسره شي.