حمل 05, 1402 11:35 Asia/Kabul
  • د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست فوټسال لوبډله د کاپيسا سياليو ګټونکې شوه

د کاپيسا د فوټبال فدراسيون د نوموړي ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت په همکاري د ۱۲ لوبډلو تر منځ د فوټسال سيالۍ د کب مياشتې پر ۲۹مې پيل کړې وې، چې تېره ورځ د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.

د دې سياليو پایلوبې ته د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست لوبډلې او امېد فردا لوبډلې لاره موندلې وه، چې په پايله کې د پينالتي ۱/۲ نمرو په توپير پايلوبه د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

په کاپیسا ولايت کې د بدني روزنې او سپورټ آمريت د مسولينو په وينا د دې سياليو موخه د ځوانانو تر منځ يووالی او نږديوالی ښودل شوی دی.

په پای کې ګټونکو لوبډلو او غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تگ