په کونړ کې د واليبال ټورنمنټ د قمچۍ واليبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد
حمل 05, 1402 11:30 Asia/Kabul
د کونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د واليبال جوړ شوی ټورنمنټ، چې د ۱۴۰۱کال د کب مياشتې په ۲۵مه پيل او ۱۵ لوبډلو پکې ګډون کړی و، د قمچۍ واليبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
د کونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د واليبال جوړ شوی ټورنمنټ، چې د ۱۴۰۱کال د کب مياشتې په ۲۵مه پيل او ۱۵ لوبډلو پکې ګډون کړی و، د قمچۍ واليبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
د يادو سياليو پايلوبې ته د ننګلام واليبال لوبډلې او وټه پور ولسوالۍ قمچۍ لوبډلو لار موندلې وه، د پايلوبې په اوږدو کې قمچۍ لوبډلې خپله سياله لوبډله د ۳_۱ ميدانونو په توپير ماته او د ياد ټورنمنټ لومړی مقام يې خپل کړ.
د نوموړيو سياليو د پايلوبې نندارې ته د يادې ولسوالۍ ولسوال، مشران، ورزشکاران او ګڼ شمېر د ورزش مينوال راغلي وو.
په پای کې قمچۍ لوبډلې ته د اتلولی کپ او غوره لوبغاړو ته سپورټي ډالۍ ورکړل شوې.