حمل 05, 1402 11:24 Asia/Kabul
  • د دولت اباد لوبډله د ګل سرخ فوټبال جام سياليو اتله شوه

د بلخ ولايت په سينا ورزشي لوبغالي کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د يوې اوونۍ لپاره د فوټبال سيالۍ پیل شوې وې، چې تېره ورځ پای ته ورسېدې . د دې سياليو په پای کې د دولت اباد لوبډلې د ۱۰ امتيازونو په خپلولو لومړي مقام او اتفاق لوبډلې د ۷ امتيازونو په درلودلو دويم مقام خپل کړ.

د يادونې وړ ده، چې دې سياليو وروستۍ لوبه د دولت اباد او جوانان کود برق لوبډلو ترمنځ ترسره شو، چې د دولت اباد لوبډله وتواندېده د ۱-۰ په توپير خپلې سيالې لوبډلې ته ماته ورکړي او د دې سياليو اتلولي خپله کړي.

د يادو سياليو غوره لوبغاړی د دولت اباد له لوبډلې احمد سير غفوري او غوره ګول وهونکي سالم د خالقداد له لوبډلې څخه وپېژندل شو.

تگ