کندوز؛ د ازادۍ په نوم د فوټبال سيالۍ د استقلال نواباد لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدلې
د کندز ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د دې ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د فوټبال فدراسيون له لوري، د ازادۍ په نوم د فوټبال سيالۍ، چې دوه مياشتنې وړاندې د ١٧ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې، د استقلال نواباد لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبې ته د استقلال نواباد او سعادت لوبډلو لار وموندله، چې په ټاکلي وخت کې د دواړو لوبډلو لوبه له ١-١ پايلي سره مساوي شوه؛ خو په پينالټي کې استقلال نواباد لوبډلې په ٤-٢ توپیر سره سعادت لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په پاى کې غورو لوبغاړو او لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ډالۍ ورکړل شوې.