حوت 29, 1401 11:12 Asia/Kabul
  • بغلان لوبډلې د بلخ د وزلوبې ټورنمنټ اتلولي وګټله

په بلخ کې د وزلوبې سیالۍ، چې د کب میاستې په ۱۵ نېټه د بلخ په کوربتوب په مزار شریف کې د حاجي مقیم بای د وزلوبې په لوبغالي کې پیل شوې وې، نن سه شنبه د بغلان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

 

د پایلوبې په سیالي کې د بلخ د بدني روزنې او ورزش رئیس نور علم بدر، د وزلوبې ملي فدراسیون مشر غلام سرور جلال، ملي سوداګرو او د کندهار د وزلوبې لوبډلې مشر قیس حسن، د نورو فدراسیونونو استازو، حکومتي او امنیتي چارواکو، مېلمنو، مخورو، ځوانانو، د بېلابېلو ورزشي رشتو ورزشکارانو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی و.

دې مراسمو ته د بلخ د بدنې روزنې او سپورت ریاست او همدا راز د وزلوبې ملي فدراسیون اعلامیې ولوستل شوې.

د بلخ د ورزش ریاست په اعلامیه کې د رئیس له قوله راغلي و: نوموړی خوښ دی، چې د بلخ په کوربتوب د روان کال د وزلوبې سیالۍ په ښه ډول ترسره شوې.

نوموړي په اعلامیه کې د المپیک ملې کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له مشرتابه څخه هم مننه کړې وه، چې د یادو سیالیو د ترسراوي لپاره یې مزارشریف غوره کړ.

په اعلامیو کې ورزش د قومونو پیوستون، د سولې د پېغام لېږدونکی او د یووالي لامل یاد شوی و.

د پایلوبې سیالي ته ځانګړي مراسم نیول شوي وو او په خورا ګرمو ولولو، د مینوالو په شور او هڅونو سره پیل شوه.

د پایلوبې له یوې په زړه پورې او سختې سیالۍ وروسته د بغلان لوبډله وتوانیده، چې د" ۱ - ۰ " امتیاز په توپیر سرپل ته ماتې ورکړي او د روان کال د وزلوبې ټورنمنټ اتلولي وګټي.

په دې سیالي کې صدرالحق پهلوان د بغلان په نوم یو امتیاز ثبت کړ، چې د مسوولینو او د اس د خاوند له خوا په نغدي او غیر نغدي ډالیو ونازول شو.

یادې سیالۍ د وزلوبې ملي لوبډلې ته د غوره چاپندازانو د پېژندنې په موخه پیل شوې وې او په پایله کې د سرپل لوبډلې ورزشکار جاوید پهلوان د دې ټورنمنټ غوره چاپنداز ونومول شو.

په پام کې وه، چې نن سهار د بلخ او بدخشان لوبډلې د درېیم مقام لپاره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي؛ خو د بدخشان لوبډلې د نه حاضرېدو له امله بلخ لوبډله ګټونکې اعلان شوه او درېیم مقام یې په خپل نوم ثبت کړ.

باید وویل شي، چې په یاد ټورنمنټ کې د وزلوبې له سیالیو څخه وروسته د نېزه بازۍ سیالۍ هم ترسر کېدې، چې نوموړیو سیالیو د وزلوبې سیالیو ته ځانګړې ښکلا وربښلې وه.

په پای کې لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو لوبډلو ته د کپونو ترڅنګ نغدې ډالۍ هم ورکړل شوې، د بامیان لوبډلې د غوره اخلاقو کپ ترلاسه کړ، همدارنګه د لوکر لوبډلې ته هم د غوره چاپندازانو د لرلو له وجې کپ او مصنوعي خوسی، چې ۳۰۰۰۰ افغانۍ قېمت لري د وزلوبې د فدراسیون له خوا ډالۍ شو او نور غوره چاپندازان په بېلابېلو ډالیو ونازول شول.

تگ