حوت 27, 1401 12:28 Asia/Kabul
  • کندز کې د فوټبال سیالۍ د الماس بتاش لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې

کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د الماس بتاش لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې.

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د فوټبال هغه سیالۍ، چې د کب میاشتې په ۱۸مه نېټه پیل شوې وې، پرون سه شنبه د الماس بتاش لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې.

د سیالیو پایلوبه د الماس بتاش او د ستاره های صیاد قراول لوبډلو ترمنځ وه، چې بتاش لوبډلې د ۵-۴ په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د سیالیو موخه په ولسوالیو کې د ورزش وده او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځ ته کول وو.

په پای کې غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ډالۍ ورکړل شوې.

تگ