حوت 27, 1401 12:22 Asia/Kabul
  • په کندز کې د لسګونو پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د کندز په امام صاحب او چهار درې ولسوالیو کې د لسګونو پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د کندز ولایت په امام صاحب او چهار دره ولسوالۍ کې د کورش فدراسیون له لوري د لسګونو تنو پهلوانانو ترمنځ د کورش یا غېږنیونې په زړه پورې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د امام صاحب ولسوالۍ په هیچکلي از بیکیه سیمه کې د علي محمد علي قصاب په مالي مرسته د ۷۰ جوړو ترمنځ د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.

په چهار دره ولسوالۍ کې بیا د چهاردرې د ولسونو په مالي ملاتړ د جمیعت لیسې په لوبغالي کې د ۱۰۰ جوړو پهلوانانو ترمنځ د یوې ورځې لپاره د کورش ترسره شوې.

په دې سیالیو کې ګڼ شمېر ورزشکارانو، ځایي حکومتي چارواکو، قومي مخورو، ځوانانو او د غیږ نيوني زرګونو مینوالو ګډون کړی و.

په دواړو ولسوالیو کې د هڅونې په موخه د سیالیو مخکښو پهلوانانو ته مادي او نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

تگ