د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسيا اتلولي جام په سياليو کې د ګډون لپاره ټايلنډ ته ورسېده
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله نن سه شنبه د اسيا اتلوي جام او نړيوال جام مقدماتي سياليو کې د ګډون په موخه د ټالنډ هيواد پاتای ښار ته ورسېده او د ځايي مسولينو له خوا يې تود هر کلی وشو.
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله نن سه شنبه د اسيا اتلوي جام او نړيوال جام مقدماتي سياليو کې د ګډون په موخه د ټالنډ هيواد پاتای ښار ته ورسېده او د ځايي مسولينو له خوا يې تود هر کلی وشو.
افغانستان د اسيا د اتلولي جام په الف ګروپ کې په لاندې نېټو له بحرين، ټالنډ او عربستان سره سيالۍ لري:
- پنجشنبه، د مارچ۱۶/ د کب ۲۵ ، افغانستان د بحرين پر وړاندې، پر ۲:۳۰ بجو لوبه لري.
- شنبه، د مارچ ۱۸/د کب ۲۷ ، افغانستان له ټايلنډ سره پر ۶ بجو سيالي کوي.
- دوشنبه، د مارچ ۲۰/ کب ۲۹ ، افغانستان د عربستان پر وړاندې پر ۲:۳۰ بجو لوبيږي.
د يادونې وړ ده، چې له يادو سياليو څخه به درې غوره لوبډلې د ساحلي فوټبال نړيوال جام ته مستقيماً لار ومومي.