په کندز کې د فوټبال سیالۍ د صبح صادق لوبډلې په بريا سره پای ته ورسیدې
د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د فوټبال حذفي جام سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې د کندز د بدني روزنې او سپورټ ریاست او فوټبال فدراسیون په همغږۍ پيل شوې وې، د صبح صادق لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پای ته ورسیدې.

په دې سیالیو کې ۱۶ لوبډلو برخه اخیستې وه او په پایلوبه کې یې د امام صاحب د سپورټي چارو مسؤول، ځایي حکومتي مسؤلینو او د فوټبال مینوالو ګډون کړی و.
د سیالیو پایلوبه د صبح صادق ځوانانو او نجات خصوصي لیسې لوبډلو ترمنځ وه، چې د ۴ـ۲ په توپیر صبح صادق لوبډلې وګټله.
د دې سیالیو موخه د غوره لوبغاړو او لوبډلو پېژندل وو. په پای کې غوره لوبغاړو او لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.