نظر محمد مطمین په غزني ولايت کې دوو ورزشي لوبغالي وکتل
حوت 22, 1401 10:48 Asia/Kabul
د هيواد د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئیس په غزني ولايت کې له دوو ورزشي لوبغالو څخه ليدنه وکړه .
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس انجنير نظر محمد مطمئن غزني ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د قره باغ ولسوالۍ له دوو ورزشي ميدانونو څخه ليدنه وکړه.
ښاغلي مطمئن د يادو ميدانونو د ليدنې او ارزونې پر مهال د هغو د رغولو وعده وکړه او وې ويل: د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست به تر خپلې وسې پورې کوښښ وکړي، چې د دغو ميدانونو د سرسبزۍ او ښېرازۍ لپاره غوره امکانات برابر کړي.
د يادونې وړ ده، چې له ښاغلي نظر محمد مطمئن سره په دې سفر کې ډاکټر جعفر مهدوي، د بدني روزنې او سپورټ د عمومي رياست د دفتر رئيس محمد الله احساس، د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمر حاجي بلال مجاهد هم ملګرتيا کوي.