حوت 22, 1401 10:47 Asia/Kabul
  • د ننګرهار په پنځمه ناحیه کې د سوک وهنې دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت په پنځمه ناحیه کې د کابل ولایت د پنځم زون د "۱۰ "کلپونو ، چې مشري یې استاد خانزاده هوتک کوله، د ننګرهار له سوک وهونکو سره یوه ورځنۍ دوستانه سیالۍ ترسره کړې. په دې سیالیو کې ۲۱ لوبې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت په پنځمه ناحیه کې د کابل ولایت د پنځم زون د "۱۰ "کلپونو ، چې مشري یې استاد خانزاده هوتک کوله، د ننګرهار له سوک وهونکو سره یوه ورځنۍ دوستانه سیالۍ ترسره کړې. په دې سیالیو کې ۲۱ لوبې ترسره شوې، چې له ننګرهار ولایت څخه پکې د استاد فضل مالک او استاد انور عرب شاګردانو ګډون کړی وو. دې مراسمو ته خانزاده هوتک د خپلو خبرو پر مهال وویل: د ننګرهار په ټپه ولاړ ورزش یو ځل بیا د پورته کېدو لپاره ګامونه اخلي او زیاته یې کړه که د ننګرهار ورزشي فعالیتونه همداسې پر مخ روان وي، ليرې نه ده چې د ننګرهار ورزشکاران به د نړۍ په کچه ګڼې لاسته راوړنې ولري. د سوکوهنې په دې سیالیو کې د ننګرهار ورزشکارانو لومړی مقام خپل کړ. په پای که د مسوولینو له خوا ورزشکاران په ډول ډول ډالیو ونازول شول.

تگ