په بلخ کې د وزلوبې په زړه پوریو سياليو دوام
د بلخ ولايت د وزلوبې سياليو په دوام تمعه وه، چې د سمنګان او فارياب ولايت لوبډلې له يو بل سره سيالۍ ته ښکته شي؛ خو د سمنګان ولايت لوبډلې د نه حاضرېدو په صورت کې فارياب لوبډلې درې امتيازه ترلاسه کړل.
په دويمه سيالۍ کې د باميان او بدخشان لوبډلې يو له بل سره سيالۍ ته وړاندې شوې، چې په پايله کې بدخشان لوبډلې سيالې لوبډلې ته " ۵_۰ " په توپير ماتې ورکړه. تېره ورځ د دغو سياليو درېيمه لوبه د بلخ او جوزجان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې بلخ لوبډلې د " ۸_۱" په توپير خپلې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړه. همدا راز نن سرپل لوبډلې له لوګر لوبډلې څخه د " ۱۲_۲ " په توپير سيالي وګټله او بريا يې خپله کړه. تمعه وه، چې د دغو سياليو دويمه لوبه تخار او کندوز لوبډلې ترسره کړي؛ خو د کندز لوبډلې د نشتون په صورت کې تخار لوبډلې د دريو امتيازونه په ترلاسه کولو سره بريا ترلاسه کړه. د نن ورځې وروستۍ سيالي د سمنګان او جوزجان لوبډلو ترمنځ کېدونکې وه؛ خو سمنګان لوبډله سيالۍ ته د نه حاضرېدو په صورت د دې سبب شوه، چې سياله لوبډله يې ۳ امتيازونه ترلاسه کړي او ګټونکې اعلان شي. هېره دې نه وي، چې د دغو سياليو په اوږدو کې به سبا باميان له تخار سره، بغلان له لوګر سره او کوربه ولايت بلخ به له فارياب لوبډلې سره سيالۍ ترسره کړي.