حوت 20, 1401 11:25 Asia/Kabul
  • د ITF تکواندو د غوراوي سیالۍ د کابل په لومړي مقام ګټلو پای ته ورسیدې

تکواندو ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ چې څلور ورځې وړاندې د میدان وردګ ولایت په کوربتوب پیل شوې وې، د پلازمینې کابل په لومړي مقام ګټلو سره پای ته ورسیدې. له کابل څخه وروسته میدان وردګ ولایت دویم او تخار بیا درېیم مقام خپل کړ.

د ITF د سیالیو د پای په مراسمو کې د بدني روزنې او سپورټ د عمومي ریاست د دعوت او ارشاد رئیس مولوي داد محمد بریال، د المپیک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد اختري، د سپورټ ریاست سلاکار جان علم حسني، د میدان وردګ ولایت د دعوت او ارشاد رئیس حافظ مولوي محمد عالم ناصح، د یاد ولایت د ورزش آمر زبیح الله وهاج او ګڼ شمېر ورزشکارانو  ګډون کړی و. د بدني روزنې او سپورټ د عمومي ریاست  د دعوت او ارشاد رئیس داد محمد بریال عطایي یادې سیالۍ ډیرې شفافې، منظمې او معیاري وبللې او د آی ټي اف تکواندو له مسؤولینو یې د هغوی د ښه تنظیم او رهبرۍ په پار مننه وکړه. په دې سیالیو کې  له ۱۵ ولایتونو څخه ۱۳۰ تنو ورزشکارانو برخه اخیستې وه، چې په لسو وزنونو کې دوو ـ دوو  او ټولو  ۲۰ تنو ورزشکارانو د ITF تکواندو د ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ.د سیالیو په پای کې د ورزشکارانو او مسؤولینو له لوري د میدان وردګ ولایت د ورزش آمریت په انګړ کې د زرغون او آباد افغانستان په هیله مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنول شول.

تگ