کندز کې د سوکوهنې سیالیو یوولسم پړاو ترسره شو
په کندز کې د سوکوهنې ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي سیالیو د یوولسم پړاو اتلولي د کابل لوبډلې ترلاسه کړه. دا سيالۍ چې د سوکوهنې ملي لوبډلي ته د لوبغاړو د غوراوي په هدف د ۲۵ ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې، اتلولي د کابل لوبډلې ترلاسه کړه.
په کندز کې د سوکوهنې ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي سیالیو د یوولسم پړاو اتلولي د کابل لوبډلې ترلاسه کړه.
دا سيالۍ چې د سوکوهنې ملي لوبډلي ته د لوبغاړو د غوراوي په هدف د ۲۵ ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې، اتلولي د کابل لوبډلې ترلاسه کړه.
په دې سیالیو کې د ۲۵ ولایتونو د کیک بوکسینګ ورزشکارانو ګډون کړی و او په دې شپږ ورځینو سیالیو کې کابل لومړی مقام، کندز دویم مقام او بلخ درېیم مقام ترلاسه کړ. دا سیالۍ چې د کندز په کوربهتوب د سوکوهنې د ملي لوبډلي د لوبغاړو د غوراوي په هدف ترسره شوې، هېله بښوونکې وې.
د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه هغه شمېر لوبغاړو چې په دې سیالیو کې ګډون کړي و وايي، خوښ دي چې په کندز کې ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د لار موندنې په هدف سیالۍ پیل شوي دي.
عبدالقدیر چې له کندهار ولایت څخه يې په دې سیالیو کې کډون کړي و وايي: "دغه سیالۍ په نورو ولایتونو وېشل شوي وي او دا ځل دا دی په کندز کې ترسره کېږي او موږ له کندهار راغلي یو. پخوا نا امني وه موږ له یو ولایت نه بل ولایت ته سفر نهشو کولی، اوس موږ له کندهار، هلمند، زابل او له نورو ولایتونو څخه سیالیو کې د ګډون لپاره په خپلو شخصي موټرانو کې راغلي یو. زموږ ۷ کسیز ټیم په پوره چمتوالي سره دې سیالیو ته راغلی دی."
د افغانستان د سوکوهنې ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي په دې سیالیو کې چې د کندز په کوربهتوب ترسره شوې، له ۲۵ ولایتونو څخه ۱۴۲ ورزشکارانو په کې کډون کړي وو او له دې شمېر څخه ۸۵ لوبغاړو د سوکوهني ملي لوبډلې ته لاره پيدا کړه.