حوت 15, 1401 11:03 Asia/Kabul
  •  پي‌ایس‌ایل؛ فضل‌حق فاروقي د غوره لوبغاړي جایزه وګټله

د پاکستان غوره لیګ یا پي‌ایس‌ایل په ۲۱مه لوبه کې چې د یکشنبې په ماښام د مارچ په ۵مه نېټه ترسره شوه، افغان چټک توپ اچونکي فضل‌حق فاروقي د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله. «عکس له زېرمتون څخه»

د پاکستان غوره لیګ یا پي‌ایس‌ایل په ۲۱مه لوبه کې چې د یکشنبې په ماښام د مارچ په ۵مه نېټه ترسره شوه، افغان چټک توپ اچونکي فضل‌حق فاروقي د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

فاروقي چې د اسلام‌اباد یونایټیډ په لوبډله کې لوبیږي، په ۴ اورونو کې یې ۲۵ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

نوموړي د انګلستاني ویل سمید، یاسرخان او محمد نواز وېکټې د لوبې په پیل او مهمو شېبو کې وسوځولې.

دغه راز په دې سیالۍ کې بل افغان لوبغاړي نجیب الله ځدراڼ نیمه سلیزه ووهله.

ښاغلی ځدراڼ چې د کویټې ګلیډیټرز په لوبډله کې د جیسن رای پر ځای اخيستل شوی، د پي‌ایس‌ایل په سږنیو سیالیو کې په لومړي ځل ولوبېد او پخپله لومړۍ لوبه کې یې په ۳۴ توپونو ۵۹ منډې وکړې چې، ۳ شپږیزې او ۵ څلوریزې یې په پاڼۍ کې شاملې وې.

په دې سیالۍ کې کویټې لوبډلې د ۱۸۰ منډو هدف ټاکلی و او اسلام‌اباد په ۲۰م اور کې پوره کړ.

همدارنګه په دې لوبه کې دوه نورو افغان لوبغاړو رحمن‌ الله ګربز او نوین‌الحق هم لوبه ترسره کړه.

ګربز په صفر وسوځېد او نوین په ۴ اورونو کې د ۳۷ منډو په ورکړې یوه وېکټ ترلاسه کړه.

د ویلو ده چې، د دې سیالیو د شنبې ورځې په لوبه کې راشدخان هم د غوره او اغېزمن لوبغاړي جایزې ګټلې وې.

تگ