پکتیکا کې د فوټبال او والیبال سیالۍ پيل شوې
دوشنبه، د حوت ۸ ، د پکتیکا د بدني روزنې او ورزش آمریت او د پیرکوتي ځوانانو له خوا د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
دوشنبه، د حوت ۸ ، د پکتیکا د بدني روزنې او ورزش آمریت او د پیرکوتي ځوانانو له خوا د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
یادی سیالۍ به شاخوا ۲۰ ورځې دوام وکړي. د پکتیکا د بدني روزنې او ورزش آمریت د یادو سیالیو هدف په ليرو پرتو سیمو کې ورزش ته وده ورکول ښودلی دی.
د یو بل خبر له مخې: د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د والیبال سیالیو په دوام ۳ لوبې ترسره شوې، چې لومړۍ لوبه د میریاڼو او ملایانو لوبډلو ترمنځ وشوه، د دې لوبې بریا د میریاڼولوبډلې له ۲/۱ پایلې سره خپله کړه.
دویمه لوبه د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ د کولالګو او سورکۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې کولالګو لوبډلې هم له ۲/۱ پایلې سره لوبه وګټله.درېیمه لوبه د یاران او مریاڼو الف لوبډلې تر منځ وشوه، چې له ۲/۱ پایلې سره یاران لوبډلې وګټله.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک ملي کمېټې د یادو سیالیو خبرونه په داسې مهال ورکړي، چې دوی له واکمنیدو مخکې د پکتیکا د ارګون په یوه لوبغالي کې د خونړي ځانمرګي برید په ترسره کولو تورن شوي وو.