میدان وردګ کې د جمناستیک ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ پيل شوي
حوت 13, 1401 10:56 Asia/Kabul
جمعه، د کب ۱۲، د میدان وردګ ولایت په کوربتوب د جمناستيک ملي لوبډلې د غوراوي درېيم پړاو سیالۍ روانې دي.
جمعه، د کب ۱۲، د میدان وردګ ولایت په کوربتوب د جمناستيک ملي لوبډلې د غوراوي درېيم پړاو سیالۍ روانې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک ملي کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پرون پنجشنبه هم د دغو سیالیو په لړ کې، د ورزشکارانو له لوري جالب او په زړه پورې نمايشونه او حرکات ترسره شول.
سرچینه زیاتوي:(په دغو حرکتونو کې اسپک، حلقه، متوازي، سيم دور او مېز پرش حرکتونه شامل وو.)
د جمناستيک ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ د تېرې چارشنبې په ورځ د ميدان وردګ ولايت په کوربتوب د ١٦ ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ پيل شوې، چې لا هم دوام لري.
ټاکل شوې د دغو سياليو په ترڅ کې به ١٨تنه ورزشکاران د جمناستيک ملي لوبډلې د غړو په توګه غوره شي.