پنجشېر کې د سياليو د پلان جوړونې په اړه ښوونيز سمينار ترسره شو
حوت 10, 1401 11:19 Asia/Kabul
په پنجشېر ولايت کې د سياليو د پلان جوړونې او لومړنيو روغتيايي مرستو په اړه ښوونيز سمينار ترسره شو.
دغه یو ورځنی ښوونیز سمینار د پروان ولایت د ورزش ریاست په همکارۍ د بدني روزنې او سپورت ریاست د روغتیايي مديريت له خوا وړاندې شو.په نوموړي سمينار کې د ورزشي فدراسيونونو څه د پاسه ٢٠ تنو روزونکو او ورزشکارانو ګډون کړى و.دغه سمينار د سپورټ رياست اړوند د ورزشي امريت غړو سيد اعماد هاشمي او عبدالواسع صافي او ترڅنګ يې د روغتيايي مديريت غړي داکتر عبدالفتاح رحيمي له لوري وړاندې شو.ياد ښوونیز سمينار په مرکز او ولایتونو کې د ورزشي روزونکو او ورزشکارانو د پوهاوي کچې لوړولو په موخه په لاره اچول شوی دی.په پای کې ګډونوالو ته د ورزشي مسولينو له لوري ستاينليکونه ورکړل شول.