حوت 03, 1401 11:57 Asia/Kabul
  • تر راشدخان وروسته رونالډو د ۵۰۰ عدد پوره کړ

د فوټبال نامتو ستوري کریستیانو رونالډو د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان د النصر ټیم لپاره ۴ ګولونه ووهل او په دې توګه یې د خپلو وهلو ګولونو شمېر تر ۵۰۰ واړاوه.

د فوټبال نامتو ستوري کریستیانو رونالډو د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان د النصر ټیم لپاره ۴ ګولونه ووهل او په دې توګه یې د خپلو وهلو ګولونو شمېر تر ۵۰۰ واړاوه.

رونالډو څو اوونۍ وروسته له دې ۵۰۰ ګولونه پوره کړل چې د افغانستان د کریکټ نامتو ستوري راشدخان ۵۰۰ ویکټونه پوره کړل.

رونالډو، چې اوس ۳۸ کلن دی، د انګلیستان د مانچستر یونایتید لپاره ۱۰۳، د هسپانیا د ریل مادرید لپاره ۳۱۱، د ایټالیا د یوونتوس لپاره ۸۱، د پرتګال د لیزبون سپورتنګ لپاره ۳ او د سعودي د النصره لپاره تراوسه ۵ ګولونه وهلي دي.

ده پنځه سوم ګول په وروستۍ مسابقه کې، چې د النصره او الوحده ترمنځ وه، وواهه.

رونالډو تراوسه پورې ۶۱ هیتریکونه کړي، یعني په یوه مسابقه کې درې ګولونه وهلي دي.

تگ