د بنګلهدېش غوره لیګ سیالیو اتلولي کومیلا وېکټورینز وګټله.
.د بنګلهدېش غوره لیګ په پایلوبه کې کومیلاویکټورینز د ۷ وېکټو په توپیر سېلهت سټرایکرز ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو د نهم پړاو اتلولي یې وګټله.
د بنګلهدېش غوره لیګ په پایلوبه کې کومیلاویکټورینز د ۷ وېکټو په توپیر سېلهت سټرایکرز ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو د نهم پړاو اتلولي یې وګټله. د سټرایکرز د ۱۷۶ منډو هدف ویکټوریا لوبډلې د شلم اور په دویم توپ د ۳ وېکټو په سوځېدو ترلاسه کړ.د سټرایکرز په توپ وهونکو کې مشفق الرحیم او حسین شانتو نیمه سلیزې ووهلې.د ویکټورینز لوبډلې لپاره پيلیز توپ وهونکي لیټن ډاس او جانسن چارلیس نیمه سلیزې جوړې کړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه هم چارلیس وګټله.بنګلهدېش حسین شانتو چې ۵۱۶ منډې کړې وې د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو.د یادونې وړ ده چې د بنګلهدېش په غوره لیګ سیالیو کې ګڼ شمېر افغان لوبغاړي هم د بېلابېلو لوبډلو لپاره ولوبېدل، چې له ډلې یې عظمت الله عمرزی، کریم جنت، عثمان غني او ابراهیم ځدراڼ ښه وځلېدل.