ملتان سلطان لوبډلې د ۹ وېکټو په توپیر د کویټې ګلیډيټرز لوبډلې ته ماتې ورکړ
د پاکستان غوره لیګ یا پي ایس ایل په درېیمه سیالۍ کې ملتان سلطان لوبډلې د ۹ وېکټو په توپیر د کویټې ګلیډيټرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د پاکستان غوره لیګ یا پي ایس ایل په درېیمه سیالۍ کې ملتان سلطان لوبډلې د ۹ وېکټو په توپیر د کویټې ګلیډيټرز لوبډلې ته ماتې ورکړه. کویټې چې لومړۍ توپ وهنه یې وکړه د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې د ۱۱۱ منډو هدف وټاکه.د دې لوبډلې مخکښ توپ وهونکی جېسن رای و چې ۲۷ منډې یې وکړې.د ملتان لوبډلې چټک توپ اچونکي ۲۲ کلن احسان الله په دې سیالۍ کې ۴ اورونه ترسره کړل، ۱۲ منډې یې ورکړې او ۵ وېکټې یې واخیستې.د یادې لوبډلې لوبډلمشر محمد رضوان او رېلې روسو د لوبې په ۱۴ اور کې ورکړل شوی هدف ترلاسه کړ او لوبه یې وګټله.رضوان په ۲۸ او روسو په۷۸ منډو ناسوځېدلي پاتې شول.د ملتان لوبډلې د سیالۍ لومړۍ لوبه په یوه منډه لاهور قلندرز ته بایللې وه.د ویلو ده چې سبا د فبرورۍ۱۶مه به کراچي کینګز او اسلام اباد یونایټیډ سره ولوبېږي.