دلو 26, 1401 11:28 Asia/Kabul
  • چټک توپ اچوونکي عبدالرحمن رحماني د متحده عربي اماراتو په سیالیو کې نه شي لوبېدلی

د افغانستان د ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي عبدالرحمن رحماني د ښۍ پښې پنجه کې درد پیدا شوی.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي د تېرې ورځې تمریناتو پرمهال د ملي لوبډلې د چټک توپ اچوونکي عبدالرحمن رحماني د ښۍ پښې پنجه کې درد پیدا شوی. کرېکټ بورډ یوه اعلامیه کې کاږي چې ښاغلي رحماني د دغه ټپ له کبله له روانو تمریناتو او همدا راز د متحدو عربي امارتو کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې له دریو پلان شویو نړیوالو شل اوریزو سیالیو بهر شوی دی. اعلامیه کې زیاته شوې "د لوبډلې د ډاکتر او فیزیو له راپور سره سم به نوموړی دوه اوونۍ ارام وکړي او تر بشپړ رغېدو پورې به تر درملنې لاندې وي."د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله دمګړۍ متحدو عربي اماراتو کې پر تمرینونو بوخته ده او له راتلونکې پنجشنبې د اماراتو لوبډلې سره د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ پیلوي.

تگ