فوټبال؛ ریال ماډریډ د کلبونو نړیوال جام وګاټه.
ریال ماډریډ د هسپانیې د فوټبال مخکښ کلب په پایلوبه کې د سعودي عربستان الهلال کلب ته ۵ د درې پر وړاندې ماتې ورکړه
ریال ماډریډ د هسپانیې د فوټبال مخکښ کلب په پایلوبه کې د سعودي عربستان الهلال کلب ته ۵ د درې پر وړاندې ماتې ورکړه او د پنځم ځل لپاره یې د کلبونو نړیوال جام وګاټه.د ریال ماډریډ لپاره وېنسیویس جونیر او فیډریکو ولوېردي دوه دوه او کریم بینزېما یو ګول وواهه.د الهلال په لوبغاړو کې لوټیانو ویتو هم دوه ګولونه ووهل او موسی ماریګا بیا د یو ګول په وهلو بریالی شو.دغه سیالي تېره شپه د کابل پر وخت ۱۱:۳۰ بجې د فبرورې ۱۱مه د مراکش د ملا عبدالله په لوبغالي کې ترسره شوه.دا پنځم ځل و چې ریال ماډریډ د کلبونو نړیوال جام ګټي.د هسپانیې د فوټبال بل کلب بارسولونا بیا درې ځل د دې جام اتلولي ګټلې ده.د ویلو ده چې د فیفا کلبونو نړیوال جام سیالۍ هر کال ترسره کېږي.