هند په لومړۍ ټېسټ لوبه کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه.
د هندوستان په ناګپور ښار کې د اسټرالیا لوبډلې ونه کړای شوای چې د هندي توپ اچونکو پر وړاندې ښه توپ وهنه ترسره کړي.یادې لوبډلې د هند د لومړۍ پاڼۍ د ۴۰۰ منډو په ځواب کې په دوه پاڼیو کې په ترتیب سره ۱۷۷ او ۹۱ منډې وکړې چې دا لوبه یې د ۱۳۲ منډو په توپیر وبایلله.
د هندوستان په ناګپور ښار کې د اسټرالیا لوبډلې ونه کړای شوای چې د هندي توپ اچونکو پر وړاندې ښه توپ وهنه ترسره کړي.یادې لوبډلې د هند د لومړۍ پاڼۍ د ۴۰۰ منډو په ځواب کې په دوه پاڼیو کې په ترتیب سره ۱۷۷ او ۹۱ منډې وکړې چې دا لوبه یې د ۱۳۲ منډو په توپیر وبایلله. د هند لپاره په توپ اچونه کې رویندرجدیجا په دوه پاڼیو کې ۷ او اشوین بیا ۸ ویکټې واخیستې.د هندوستان لوبډلمشر روحیت شرما بیا یوازېنی لوبغاړی و چې په دې لوبه کې یې سلیزه ووهله.جدیجا او اکشر پټیل هم د هند په ګټه نیمه سلیزې ووهلې.د اسټرالیا په توپ وهونکو کې مارنوس لبیشاین تر نورو مخکښ و.هغه په دوه پاڼیو کې ۶۶ منډې جوړې کړې.مېلمه لوبډلې دا ځل ځوان لوبغاړي ټاډ مورپي ته په لومړي ځل ټېسټ کې د لوبېدو چانس ورکړ چې په یوه پاڼۍ کې یې ۷ لوبغاړي وسوځول.جدیجا د لوبې غوره لوبغاړی شو.دواړه لوبډلې به دویمه ټېسټ سیالي د روانې میاشتې په ۱۷مه نېټه پیل کړي.