مسي له زلزلهځپلو سره ۳.۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې ده.
دلو 22, 1401 11:12 Asia/Kabul
لیونل مسي په سوریه او ترکیه کې زلزلهځپلو سره ۳.۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې ده.
لیونل مسي په سوریه او ترکیه کې زلزلهځپلو سره ۳.۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې ده. په ترکیه او سوریه کې زلزلهځپلو سره د مرستو په لړ کې د فوټبال نړۍ وتلي ستوري لیونل مسي له خپل خیریه بنسټ غوښتنه کړې چې دغو هېوادونو کې زلزلهځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.یوشمېر نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د ارجنټاین فوټبال ملي لوبډلې دغه ۳۵کلن لوبغاړي په سوریه او ترکیه کې زلزلهځپلو سره ۳.۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې ده.د لیونل مسي خیریه بنسټ «Fondacion Leo Messi» یو کورنۍ بنسټ دی چې د ماشومانو د روغتیا او زدهکړو برخه کې له یونېسف سره په ګډه کار کوي.