دلو 19, 1401 11:16 Asia/Kabul
  • بادغیس کې د فوټسال سیالیو په دوام دوه لوبې ترسره شوې

دا سیالۍ چې د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په ملاتړ د فوټبال فدراسیون له خوا د لسو لوبډلو ترمنځ پیل شوي تیره ورځ دوه سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ چې د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په ملاتړ د فوټبال فدراسیون له خوا د لسو لوبډلو ترمنځ پیل شوي تیره ورځ دوه سیالۍ ترسره شوې.

د تیره ورځ په لومړۍ لوبه کې د « برادران او امید فرستان » لوبډلو ترمنځ سیالي وشوه چې د «۴ – ۲» پایلې سره برادران لوبډلې وګټله.

همدا راز دویمه لوبه د « نهضت او پوهنتون » لوبدلو ترمنځ وه چې د « ۳ – ۰» پایلې سره د نهضت لوبډلې په بري تمامه شوه.

د فوټسال یادو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو ټاکل او د ورزشکارانو څخه ملاتړ، د ځوانانو یووالی او لېرو پرتو سیمو ته د ورزش رسول دي چې تر اوسه یې ۱۲ سیالۍ ترسره شوې دي.

تگ