دلو 19, 1401 11:01 Asia/Kabul
  • د اسټرالیا د شل اوریزو لوبډلمشر له نړیوال کرکټ تقاعد اعلان کړ.

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې د شلو اورونو لوبډلمشر ایرون فينچ له نړیوال کرکټ لاس په سر شو.

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې د شلو اورونو لوبډلمشر ایرون فينچ له نړیوال کرکټ لاس په سر شو. فينچ د کرکټ په ټولو فارمټونو کې د اسټرالیا لپاره ۲۵۴ نړیوالې سیالۍ ترسره کړې.هغه په ۵ ټېسټ، ۱۴۶ یو ورځنیو او ۱۰۳ نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ولوبېده.اسټرالیا په ۲۰۲۱ کال کې د ایرون فینچ په لوبډلمشرۍ د شل اوریزو سیالیو لومړنی نړیوال جام ګټلی و.نوموړی په نړیواله کچه یوازینی لوبغاړی و چې د یوه هېواد لپاره په ۷۶ نړیوالو سیالیو کې لوبډلمشري کوي.هغه د اسټرالیا په میلبرن کرکټ لوبغالي کې رسنیو ته ویلي دي: "په دې وپوهېدم چې د شل اوریزو سیالیو په راروان نړیوال جام کې چې په ۲۰۲۴ کال کې به ترسره شي، ونه لوبېږم، نو په همدې خاطر غواړم نړیوال کرکټ پرېږدم څو لوبډله راروان جام ته خپل پلان چمتو کړي.

تگ