دلو 19, 1401 10:53 Asia/Kabul
  • کورنی کرېکټ: جوزجان په ۷ ویکټو نورستان ته ماتې ورکړه.

جوزجان په ۷ ویکټو نورستان ته ماتې ورکړه.د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو په دوام خوست کې جوزجان لوبډلې په ۷ ویکټو توپیر سره نورستان ته ماتې ورکړه او پرلپسې څلورمه بریا یې خپله کړه.

په یاده سیالۍ کې لومړی نورستان توپوهنه ترسره کړه چې د زاهد شېرزاد ۲۶ او نقیب ننګرهاري ۲۵ منډو پر مټ یې ۱۴۷ منډې هدف وټاکه. د جوزجان لپاره په توپ اچونه کې زین الله ۳، شریف او نصرالله ترکمن هر یوه ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.جوزجان لوبډلې د نورستان لخوا ټاکل شوی هدف د لوبې په ۳۴م اور کې یوازې د دریو ویکټو په تاوان سره ترلاسه کړی. د یادې لوبډلې په ګټه سبحان علي ۸۸ ناسوځېدلي او نصرالله ترکمن ۲۷ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې. د نورستان لپاره توپ اچونه کې زاهد شېرزاد ۲ او نصرت الله نورستاني ۱ ویکټ ترلاسه کړه.د جوزجان لوبډلې توپوهونکی سبحان علي په ۸۸ منډو جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

تگ