لغمان ولایت کې د خوسي څلورو لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره شوې
د خوسي دا سیالۍ د المپیک ملي کمېټې اجراییه رییس داد محمد پاینده اختري ، د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست سلاکار جان عالم خان حسني ، د دفتردارۍ مدیر اصیل خان پوپل، د لغمان ولایت دبدني روزنې او ورزش امر مجیب الرحمن رحماني او د یو شمېر نورو ورزشي او ملکي مسوولینو په حضور کې د څلورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.

دا دوستانه سیالۍ د پلازمینې کابل څخه ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست په موخه ترسره شوې.
د سیالیو لپاره چې ګڼ مینوال هم ورغلي وو، د لوبغاړو ترمنځ په زړه پورې سیالۍ وشوې.
د دې لوبو غوره لوبغاړی محمد اسحاق الکوزی ونومول شو.