دلو 15, 1401 10:56 Asia/Kabul
  • د فوټبال نړیوال فدراسیون غوره لوبغاړو ته جایزې ورکوي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون د هغو نارینه او ښځینه لوبغاړو نومونه په ډاګه کړل چې د ۲۰۲۲ کال جایزو ته نوماندان دي.د دغه فدراسیون د اصولو له‌مخې د هر زېږدیز کال په پیل کې هغه لوبغاړي او روزونکي ټاکل کېږي چې په بېلابېلو لوبو کې يې ښې لاسته راوړنې درلودلي وي.

یاد فدراسیون نن (د فبرورۍ دویمه) په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې، د مینه‌والو د رایو پر اساس به د تېر(۲۰۲۲) کال غوره نارینه اوښځینه فوټبال لوبغاړي، روزونکي، ګول ساتونکي، غوره ګول او غوره مینه‌وال وټاکل شي.دغې پروسې ته یوه ورځ ټاکل شوې او د فبرورۍ میاشتې په درېیمه نېټه به پای ته رسیږي.د فوټبال فدراسیون له لوري په نارینه لوبغاړو کې د ارجنټاین لېونل میسي او جولیان الواریز، د فرانسې ګیلیان اېمباپې او کریم بینزیما، دبرازیل نیمار او وېنسېس جونیر، د انګلستان جج بېلېنګهم، د بلجیم کېوېن ډي برین، د ناروې ایرلېن هالنډ، د مراکش اننشرف حکیمي، د پولینډ رابرټ لېونډوسکي، د سنیګال ساډیو مانې، د کرویشیا لوکا موډریک او د مصر محمد صلاح د تېر کال غوره لوبغاړي جایزې ګټلو ته نوماندان دي.

تگ