کرېکټ بورډ: د وزیر محمد اکبر خان دوه یمه درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې
د کورني کرکټ اړوند د وزیر محمد اکبر خان دوه یمه درجه ولایتي سیالۍ د هېواد په درې ولایتونو خوست، کندهار او ننګرهار کې پیل شوې.
د کورني کرکټ اړوند د وزیر محمد اکبر خان دوه یمه درجه ولایتي سیالۍ د هېواد په درې ولایتونو خوست، کندهار او ننګرهار کې پیل شوې. په یادو سیالیو کې ۳۱ ولایتي لوبډلې ګډون لري چې په شپږو ګروپونو وېشل شوې دي. هره لوبډله به په خپل ګروپ کې څلور-څلور لوبې ترسره کړي چې له منځه به یې د هر ګروپ مخکښه لوبډله د وزیر اکبر خان لومړۍ درجې ولایتي سیالیو ته لار ومومي.دغه سیالۍ نن سهار د اړوند مسوولینو په شتون کې د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرېکټ لوبغالي کې پرانېستل شوې. د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ننګرهار ولایت ب لوبډله له میدان وردګ ولایت سره مخ کېږي. د یادې سیالۍ پچه د میدان وردګ ولایت لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.