دلو 12, 1401 11:22 Asia/Kabul
  • د والیبال ملي لوبډلې لپاره په نړیوالو سیالیو کې د چمتووالي په موخه روزنیز کمپ

د هېواد د والیبال ملي لوبډلې د ۲۲ تنو غړیو لپاره روزنیز کمپ تېره ورځ په کابل کې پیل شو.

د والیبال فدراسیون د معلوماتو پر بنسټ، دغه تمرینات د والیبال هغو نړیوالو سیالیو ته د چمتووالي په موخه پیل شوي، چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به په مالدیف هېواد کې ترسره شي.

په يادو سياليو کې به د افغانستان، مالديف، ماليزيا او سينګاپور د واليبال لوبډلې برخه اخلي او د فبرورۍ له ۲۳مې تر ۲۷مې به دوام وکړي.

د هېواد بدني روزنې او سپورت مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ روزنیز کمپ د پیل په مراسمو کې د واليبال فدراسيون له مشرتابه څخه د مننې تر څنګ د ورزشکارانو له لوري د سپورټ رياست او د المپيک ملي کمېټې پر ملاتړ ټينګار وکړ.

د والیبال فدراسیون مسوولینو په خبره د ملي لوبډلې ټول غړي په روزنیز کمپ کې شتون لري، خو له ارزونې وروسته به یوازې ۱۴ لوبغاړي په سیالیو کې د ګډون لپاره غوره شي.

د ملي لوبډلې مشر روزونکي محمد صابر نوري د روزنې لپاره د ښه چمتووالي په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: «زموږ روزنيز پروګرام د مهال وېش له مخې عملي او نظري دى، چې د فدراسيون له خوا برابر شوي وسايل او اسانتياوې په کې شاملې دي. د فني او تخنیکي چمتووالي د ښه کولو لپاره اصلي او فرعي تمرینونه، د بدن جوړونې لپاره له جېم څخه کار اخیستل او د فزیکي وړتیا ښه کول، د لامبو وهلو او سونا پروګرامونه او داسې نور پلاني مسائل دي».

ویل کیږي چې د روزنیزې دورې لګښتونه د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست لخوا ورکول کیږي، له کابل څخه دوبۍ ته د ټیم لېږد او بیرته راستنېدل د کام ایر شرکت له لوري، له دوبۍ څخه مالدیف ته د تګ او راتګ د ټرانسپورټ لګښتونه، د استوګنې اعاشې لګښت د مالدیف د والیبال فدراسیون لخوا ورکول کیږي.

تگ