جرمني د هاکي لوبو نړیوال جام اتلولي وګټله.
د هاکي لوبو د نړیوال جام په پایلوبه کې جرمني د بلجیم لوبډلې ته ماتې ورکړه او د درېیم ځل لپاره یې د اتلولۍ جام وګاټه.
دغه سیالۍ چې د هاکي نړیوال فدراسیون له لوري په هندوستان کې پیل شوې وې، د یکشنبې (د جنورۍ ۲۹مه) په ماښام د جرمني په اتلولۍ پای ته ورسېدې.د پايلوبې په ټاکلي وخت کې دواړو لوبډلو ۳-۳ ګولونو ترسره کړل او لوبه یې برابره کړه، جرمنان د پنالټي په شوټونو کې ۵-۳ له بلجیم مخکې شول.یادې سیالۍ د جنورۍ میاشتې په ۱۱مه نېټه د هند په کوربهتوب د ۱۶ هېوادونو ترمنځ پیل شوې وې چې د ۱۷ ورځو په جریان کې ۴۴لوبې ترسره شوې.هند په دې سیالیو کې نهم مقام وګاټه.د یادونې ده چې د هاکي په نړیوال جام کې پر جرمني او بلجیم سربېره هندوستان، انګلستان، اسټرالیا، نیدرلینډ، وېلز، ارجنټینا،نیوزیلنډ، هسپانیا، مالیزیا، فرانسې، جنوبي کوریا، جنوبي افریقا، جاپان او چیلي هېوادونو ګډون درلود